کندهار کې د چورلکو پرزه جات کشف او نیول شوي
د ملي دفاع وزارت تازه خبر ورکړی، چې کندهار ولایت مرکز اړوند پنځمه حوزه کې د چورلکو پرزه جات کشف او ترلاسه شوي دي.
دفاع وزارت زیاتوي، چې د بلک هاک او اېم ۱۷ ډوله چورلکو دا دېرش عدده بېلابېل پرزه جات د ۲۰۵ البدر قول اردو منسوبینو له لوري نیول شوي دي، چې غیر قانوني توګه ساتل کېدل.