د ملي دفاع وزیر او کابل کې د اذربایجان سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوې

د ملي دفاع وزیر او کابل کې د اذربایجان سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوې سیاست
له اسلامي امارت او افغانانو سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی

د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتنه کې په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانېستل یو مثبت ګام بللی دی.

په دې کتنه کې ښاغلي محمدیعقوب مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو او نورو برخو کې د همکارۍ په ژر پیل ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې د اذربایجان سفیر د اړیکو د ټینګښت ترڅنګ له اسلامي امارت او افغانانو سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې اذربایجان د لومړي ځل لپاره څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې سفارت پرانیست او له اسلامي امارت سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې پیل کړې.

تړلي موضوعات