د فلسطیني دولت د جوړولو حق نه بدلېدونکی دی

د فلسطیني دولت د جوړولو حق نه بدلېدونکی دی سیاست
د فلسطین د وضعیت لپاره د هراړخیزې حل لارې د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وایي، د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د غزې بیا رغونه به ۳۰ کاله وخت ونیسي او په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کړاوونه له پامه نشي غورځول کېدی.

د العربیه د خبر له مخې شهزاده فیصل بن فرحان پرون دوشنبه په ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم د خبرو اترو په غونډه کې د فلسطین د وضعیت لپاره د هراړخیزې حل لارې د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، دوی نه شي کولای هغه درد او کړاونه له پامه وغورځوي، چې فلسطینیان په غزه کې پرې اخته دي. په خبره یې، د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره یوې مستندې او نه بدلېدونکې لارې ته اړتیا ده ځکه د فلسطیني دولت د جوړولو حق نه بدلېدونکی دی.

په ورته مهال فرحان د دې غونډې په ترڅ کې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د فلسطینیانو لپاره قحطي یو «حقیقت» ګرځېدلې او په رفح ښار د اسرائیلو هر ډول احتمالي برید به د بشري ناورین لامل شي.

سعودي عربستان په داسې حال کې په غزه کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو خبرداری ورکوي، چې همدا مهال صهیونیستي رژیم غزې ته د هر ډول خوراکي، سون او روغتیایي توکو د رسېدلو پر مخ لارې تړلي، چې له امله یې د غزې ټول وګړي له لوږې سره مخ دي او په لسګونو زره ماشومان د سویه تغذیې په ناروغۍ اخته شوي.

تړلي موضوعات