لوړو زده کړو وزیر هرات کې د تخصصاتو رياست څخه لیدنه کړې

لوړو زده کړو وزیر هرات کې د تخصصاتو رياست څخه لیدنه کړې افغانستان
لوړو زده کړو وزیر د یاد ریاست څخه لیدنې پر مهال

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم تېره ورځ هرات ولایت کې د نوي تاسیس شوي تخصصاتو رياست څخه لیدنه کړې ده.

لوړو زده کړو وزارت وايي، چې ښاغلي وزیر د دې ریاست د بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د ریاست مسؤلینو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي.

یاد وزارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې شیخ ندا محمد ندیم د تخصصاتو ریاست مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې شته ستونزې په عاجله توګه حل کړي.

تړلي موضوعات