د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ به رامنځته شوی واټن له منځه یوسي
د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا په ولایتونو کې د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه فراه ولایت ته سفر وکړ.
مولوي حبیب الله اغا د دې سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته ویلي، چې پوهنې وزارت د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونیزو بنسټونو د جوړولو او درسي کیفیت لوړولو په برخه کې پرله پسې هلې ځلې کوي.
ښاغلي وزیر زیاته کړې، د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ هغه واټن به له منځه یوسي، چې د تېرو حکومتونو پر مهال رامنځته شوی دی.
نوموړي همداراز دیني او عصري زده کړې د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سمون بنسټ بللي دي.
د پوهنې وزیر وروسته له هغې په هېواد کې د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه د ولایتونو په سفر وتلی، چې د نوي لمریز کال د پیل سره هېواد کې نوی تعلیمي کال پیل شو او دمګړۍ د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي.
د یادونې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته ۶۵۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې او د خیالي ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو مخه هم نیول شوې ده.