ملا برادر اخوند له کجکي بند څخه لیدنه کړې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد سویل ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له روزګان وروسته د هلمند ولایت له کجکې بند څخه لیدنه کړې.
ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې د کجکي بند پروژې مسئولینو د ترسره شویو چارو ستاینه کړې او د هغوی ته یې د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي برادر کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو ستاینه کړې.
نوموړی داسې مهال له دغه بند څخه لیدنه کوي، چې دامهال د یاد بند د دویم فاز دویمې برخې د رغولو چارې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له کبله د برېښنا د تولید کچه هم ټیټه شوې، خو په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له کبله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکې په شمول ډېری بندونه له اوبو ډک شوي دي، چې له دې سره به د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې د ننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.