د غزني پاسپورټ مدیریت تېر کال ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د غزني پاسپورټ مدیریت تېر کال ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي افغانستان
عواید راټول او شفاف ډول د دولت خزانې ته وشپارل شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې په غزني ولایت کې د پاسپورټ مدیرت په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د پاسپورټونو وېش لهدرکه ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په غزني کې تېر کال ۲۳زره ۲۰۵ تنو ته پاسپورټونه ورکړل شوي، چې له درکه یې یاده اندازه عواید راټول او شفاف ډول د دولت خزانې ته وشپارل شوي.

دا پداسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بیاځلې راتګ سره امارتي ادارو کې د فساد نشتون او بشپړ شفافیت هغه څه دي، چې له کبله یې د یادو ادراو عواید د تېر خلاف د پام وړ لوړ او په شفاف ډول د  دولت خزانې ته سپارل کېږي.

تړلي موضوعات