د هېواد هر کونج ته به د هېوادوالو مرستې ته ور ودانګې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند روزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، د هېواد په هرکونج کې هېوادوال په ستونزه کې وي دوی مکلف دې چې حال یې واخلي او پوښته یې وکړي.
ملا برادر اخوند روزګان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي وکړه او له هغوی سره یې د مرستې ژمنه کړې ده. ښاغلي اقتصادي مرستیال وروسته له هغې روزګان ته سفر وکړ، چې په دې ولایت کې وروستیو سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، چې د وروستیو سېلابونو له کبله په ټول هېواد کې ۵۰ تنه شهیدان شوي او ګڼ شمېر مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له راوتلو سره سم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او امنیتي ارګانونو په وخت اقدام وکړ او ګڼ شمېر هغه هېوادوال یې وژغورل چې د سېلابونو په اوبو کې بند پاتې وو.