د اختر په درېیو ورځو کې په هیواد کې ۱۰۲ ټرافیکي پېښي شوي
د ټرافیکو عمومي رئیس پاسوال حسیب الله مختار وایي، د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۰۲ ترافیکې پېښي شوي، چې له امله یې ۲۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي مختار نن د یوې خبرې ناستې پر مهال ویلي، چې له دې ډلې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۵ نور ټپیان دي.
د ټرافیکو ریاست دغه ارقام وروسته له هغې ورکوي، چې هر کال د اختر په شپو او ورځو کې په ښارونو او لویو لارو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله زیاتې ټرافیکي پېښې رامنځته ، چې له امله یې خلکو ته پراخه مرګژوبله اوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې میاشت وړاندې د اسلامي امارت د کابینې په شلمه غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یوه طرحه تائید او د کورنیو چارو وزارت په ګډون یې ځینو ادارو ته تطبیق لپاره دنده سپارل شوې.