وروستیو سېلابونو تر زرو زیاتې کورنۍ زیانمنې کړې

وروستیو سېلابونو تر زرو زیاتې کورنۍ زیانمنې کړې افغانستان
۶۰۶ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ او ۱۹۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په هېواد کې د بارانونو وروستۍ څپې او په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له کبله ۳۳تنه شهیدان او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي. 

د دې وزارت ویاند مولوي محمد عبدالله جان سایق ویلي، د سېلابونو له کبله ۶۰۶ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ او ۱۹۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. 

ښاغلی سایق وایي، د سېلابونو له کبله له زرو زیاتې کورنۍ هم زیانمنې شوې او په ټول هېواد کې د نږدې ۸۵ کیلومټره سړکونه او فرعې لارې د ویجاړېدو ترڅنګ ۲۰۰ څاروې هم تلف شوي دي. 

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د وري میاشتې له پیله تر اوسه یې له ۲۲زره ۸۵۱ څخه زیاتو زیانمنو او بې وزله کورنیو سره د ملي او نړېوالو مؤسسو په همکارۍ بېړنۍ مرستې کړي او دا لړۍ لاهم دوام لري. 

دا په داسې حال کې ده، چې د سېلابونو رامنځته کېدو په لومړنیو ساعتونو کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو او عامې روغتیا وزارتونو او سیمه ییزو مسئولینو سره په همکارۍ زیانمنو سیمو ته د ژغورنې او مرسته کوونکو ټېمونه رسېدلي او په ښه توګه یې د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات تر سره کړي دي.

تړلي موضوعات