د ایران ځوابي برید مشروع دفاعي اقدامات وو

د ایران ځوابي برید مشروع دفاعي اقدامات وو افغانستان
د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د وروستیو پېښو په تړاو په اعلامیه کې ویلي، صهیونیستي رژيم د خپلو جنایتونو پر دوام د اپرېل په لومړۍ نېټه د ټولو ډپيلوماټیکو نورمونو او نړېوالو قوانینو پر خلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران سفارت کونسلي څانګه په نښه کړه.

اسلامي امارت د ایران ځوابي برید، چې تېره شپه یې پر اسرائیلو ترسره کړ، د دې هېواد مشروغ دفاعي اقدامات بللي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر ۳۳ زرو زياتو ملکيانو د نسل ‌وژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې، چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.

افغان حکومت په اعلامیه کې د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کړی، چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

یادونې وړ ده، چې تېره شپه ناوخته ایران پر اسرائیلو پراخ توغندیز او ډرون بریدونه وکړل چې د ایران دا بریدونه د اسرائیلو د هغه برید په غبرګون کې ترسره شوي چې د سوریې دمشق کې یې د ایران کونسلګري په نښه او پکې لوړ پوړي ایراني پوځي چارواکي ووژل.

تړلي موضوعات