د اختر له رخصتیو وروسته په مرکز او ولایاتو کې د امارتي ادارو د حاضرۍ تفتیش پیل شوی

د اختر له رخصتیو وروسته په مرکز او ولایاتو کې د امارتي ادارو د حاضرۍ تفتیش پیل شوی افغانستان
وزارت د کار د تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري پیل کړې ده

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اړیکو ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تیر کوچني اختر په مناسبت له رسمي رخصتیو وروسته د مرکزي او ولایاتو په ۵۶ امارتي ادارو کې د حاضرۍ د تفتیش پروسه پیل شوې ده. 

یاد وزارت زیاتوي، چې دا پروسه یې د کاري رژیم د کنټرول او د کارونو د غوره تنظیم په موخه د دې وزارت د کار د تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري پیل کړې ده. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټینګار کوي، چې دا پروسه یې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د کاري بهیر د پڅوالي مخنیوي او ګړندیتوب په موخه پیل کړې،چې دوه ورځې به دوام وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې د تېر کوچني اختر په مناسبت د تیرې اونۍ د چهارشنبې له ورځې راهیسې د یاد وزارت له لوري د روانې اونۍ تر شنبې ورځې رسمي رخصي اعلان شوې وه، چې نن بیرته په ټول هېواد کې په عادي ډول د دولتي ادارو کارونه پیل شوي دي.

تړلي موضوعات