د وروستیو ورښتونو له کبله د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونو د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې
د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، په هېواد کې د وروستیو وروښتونو له کبله د نغلو، سروبي او ماهیپر برښنا بندونو کې د برېښنا د تولید په کچه کې لوړوالی راغلی دی.
یاد شرکت ویلي، چې د برېښنا د تولید دغو درېګونو فابریکو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۶۰ میګاواټه برېښنا زیاته شوې، چې په عمومي شبکې کې تقسیم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو موسمي بارانونو له کبله د هېواد په زیاتره لویو بندونو کې هم د اوبو کچ لوړه شوې، چې ور سره د برېښنا د تولید کچه هم زیاته شوې.