هر افغان په ډاډمنه فضا کې د ژوند کولو او خوښۍ نمانځلو حق لري

هر افغان په ډاډمنه فضا کې د ژوند کولو او خوښۍ نمانځلو حق لري افغانستان
د امنیت د ټينګښت هڅې دوام ولري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اختر په مناسبت د خپلو لیدنو پر دوام د اسلامي امارت له یو شمېر مسئولینو، علماوو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره کتلي.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، هر افغان د دې حق لري، چې په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي او خپلې خوښۍ ونمانځي او اسلامي امارت د دې حق ادا کول خپل مسئولیت بولي.

نوموړي زیاته کړې، د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او د ملت په مرسته به تر اختر وروسته هم د امنیت د ټينګښت هڅې دوام ولري.

بلخوا یادو قومي مشرانو او علماوو ویلي، ولسونه د مجاهدینو او امنیتي مسئولینو له نېک چلند څخه خوښ او له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

تړلي موضوعات