هوايي ځواک سپین بولدک کې سېلاب کې ایسار هېوادوال ژغورلي

هوايي ځواک سپین بولدک کې سېلاب کې ایسار هېوادوال ژغورلي افغانستان
دغه بریالۍ ژغورنه یې د هوایي ځواک MI17 چورلکې په مرسته ترسره کړې ده

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار هوایي ځواک لوا منسوبینو د چورلکې په مرسته د دې ولایت سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه هېوادوال چې د سېلاب په اوبو کې بند پاتې وو ژغورلي دي.

یاد وزارت ویلي، دغه بریالۍ ژغورنه یې د هوایي ځواک MI17 چورلکې په مرسته ترسره کړې ده.

بلخوا تېره ورځ هم د هوايي ځواک منسوبینو په هڅو په روزګان او کندهار دهلې بند سیمه کې څلور تنه هېوادوال ژغورل شوي وو او ټپي شوی کس یې له روزګان څخه کندهار ته د ښې تداوۍ په موخه انتقال کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې میاشت وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو له کبله د هوایي ځواک منسوبینو په لسګونو هغه هېوادوال وژغورل، چې درنو واورو کې بند پاتې وو او ژوند یې له ګواښ سره مخ وو.

تړلي موضوعات