نن او سبا په ټول هېواد کې د درنو بارانونو اټکل شته
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې نن او سبا بیا هم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې ورېدو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.
یاده اداره زیاتوي، چې نن شنبه او سبا یکشنبه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو او واورې کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتې مترو پورې رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې ورځې راهیسې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سختو اورښتونو څپه پیل شوې، چې له کبله یې د هېواد بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي.