حقاني: د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي

حقاني: د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي افغانستان
د کورنیو چارو وزیر او اسلامي نړۍ ټولنې پلاوي کتنه

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې لوړپوړي پلاوي سره کتنه کې ویلي، چې موږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له امله ځورېږو.

ښاغلي وزیر زیاته کړې، «افغانانو ثابته کړه، چې بریدګر هر څومره ځواکمن او مجهز وي، د ايمان پر وړاندې کمزوری او ناکام دی.»
سراج الدین حقاني همدارنګه ویلي، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي.

افغان وزیر اسلامي نړۍ علماوو سره کتنه کې زیاته کړې، چې د فلسطینیانو د مقاومت په پایله کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي.

کورنیو چارو وزارت ساعت وړاندې پر اېکس خواله رسنۍ د دې کتنې خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات