د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست عشق اباد ته سفر کړی
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه عشق اباد ته سفر کړی.
یادې ادارې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې افغان پلاوی به د ترکمنستان هېواد اوسپنې پټلۍ چارواکو سره د دوه اړخیزه ریلي همکاریو، د انتقالاتو په ډېروالي او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.