د آمو سیند نفتي حوزه کې درې نوې زېرمې جوړېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلینو خبر ورکړی، چې د آمو سیند نفتي حوزې قشقري سیمه کې د ۷ زره او ۴۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره د خامو نفتو زېرمه کولو په موخه درې نوې زېرمې جوړېږي، چې چارې یې پیل شوې دي.
په دې اړه د دې وزارت ویاند همایون افغان وايي، چې آمو سیند نفتي حوزه کې د ګڼو نفتي څاګانو د کېندلو وروسته ورځني استخراج کچه د پام وړ زیاته شوه او هلته شته زېرمو د نفتو لپاره بسنه نه کوله.
ښاغلی افغان زیاتوي، چې د نل لیکې په واسطه به د شاوخوا څاګانو څخه استخراج شوي نفت له لومړنۍ تصفیې څخه وروسته په یادو زېرمو کې د رسوب په موخه درې ورځې ساتل کېږي او بیا به خام نفت د تصفیې په موخه د انتقال لپاره چمتو کېږي.
د نوموړي په خبره، چې د دغو زېرمو تر جوړېدو دمخه د نفتو موټرو بارېدلو په برخه کې خورا زیاتې ستونزې موجودې وې په لوړه ارتفاع کې د ټانکرونو پورته کېدل ستونزمن وو، چې د نویو زېرمو پر جوړېدو سره به دغه ستونزې هوارې او د نفتو بار وړونکو موټرو لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې ده، چې یادو زېرمو جوړولو چارو کې ګڼ هېوادوال په کار بوخت دي، چې مسؤلینو په خبره، چارې به یې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.