تېره میاشت څه باندې ۳۲۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي، چې تېره لړم میاشت کې ۳۲۰ زره او ۱۴۶ تنو هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
ښاغلی رافیع زیاتوي، چې د دې له جملې یوازې پلازمېنه کابل کې نږدې ۶۴ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د نوموړي په خبره، چې له کابل وروسته ننګرهار، بلخ، هرات، خوست او کندوز هغه ولایتونه دي، چې د یاد شمېر ډېره برخه پېژندپاڼې دې ولایتونه کې وېشل شوې دي.