فراه کې د کبانو نیولو جالیو جوړولو فابریکې په فعالیت پیل وکړ

فراه کې د کبانو نیولو جالیو جوړولو فابریکې په فعالیت پیل وکړ بیارغونه او پراختیا
عمان او قطر هېوادونو ته هم خپل صادرات پیل کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په فراه ولایت کې د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د کبانو نیولو جالیو جوړولو فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

یاده فابریکه کې ۱۳۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دې فابریکې د مسؤل په خبره، پخوا یې په ایران کې فعالیت کاوه اوس یې خپل هېواد کې په کار پیل وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د کارکوونکو تعداد ۵۰۰ تنو ته لوړ شي.

وزارت زیاتوي، چې یاده فابریکه کې تولید شوې جالۍ دا مهال ایران او پاکستان ته صادرېږې او په پام کې ده چې عمان او قطر هېوادونو ته هم خپل صادرات پیل کړي.

تړلي موضوعات