کندهار کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو بند جوړېدو چارې پیل شوې

کندهار کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو بند جوړېدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د ۴زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتيا به ولري‌

د کندهار ولایت کرنې ریاست د دغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو یو بند جوړېدو خبر ورکوي.

د دغه ریاست ویاند ننګیالي سمون حريت نيوز ته ويلي، چې د تړلې درې په نوم د یاد بند جوړېدو چارې د اسلامي امارت مشرتابه د هدایت پر اساس د یادې ولسوالۍ د محمد یعقوب خان کلا ختیځ لور کې پيل شوې دي.

د ښاغلي سمون په خبره یاد بند چې ۲۵ متره اوږدوالی لري د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت سره په اساسي ډول سره جوړېږي، چې د ۴زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتيا به ولري‌.

د یادونې وړ ده ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي حکم سره د هېواد ټولو ولایتونو کې د اوبو ذخیروي بندونه جوړېږي، چې موخې یې تر ډېره د سېلابي اوبو کنټرول، ترځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو اوبو خړول ښودل شوې.

تړلي موضوعات