افغانستان د جنوبي اسیا بازارونو ته د ترکمنستان لپاره مناسبه لار ده

افغانستان د جنوبي اسیا بازارونو ته د ترکمنستان لپاره مناسبه لار ده سوداګرۍ او اقتصاد
دواړو هېوادونو په اقتصادي وده کې مهم رول ولري

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان ترکمن باشي بندر څخه د لیدنې پرمهال ویلي، ترکمن باشي بندر د خزر حوزې هېوادونو سره د افغانستان ټرانزېت لپاره مهمه لار ده.

نور الدین عزیزي همداراز ویلي، افغانستان هم د جنوبي اسیا بازارونو ته د ترکمنستان لاسرسي لپاره مناسبه لار بللې.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او ترکمنستان مناسب جغرافیایي موقعیت لري، چې له دې موقعیت څخه په استفادې به د دواړو هېوادونو په اقتصادي وده کې مهم رول ولري.

ښاغلي عزیزي ویلي، هڅه کوي چې د هېواد ټرانزېټ سکتور له دغې لارې څخه پوره استفاده وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغان – ترکمن د سوداګرۍ نښلولو لومړني کنفرانس پرانېستې، د افغانستان تولیداتو او محصولاتو نندارتون، د افغانستان او ترکمنستان خصوصي سکتور دوه اړخیزې ناستې او د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي، پراختیایي او سوداګریزو ناستو کې د ګډون لپاره ترکمنستان هېواد ته په سفر تللی دی.

تړلي موضوعات