اسلامي امارت په چابهار بندر کې اقتصادي استازولۍ دفتر پرانېزي
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت پلاوي د ایران چابهار بندر څخه په لیدنه کې د ایران ولسمشر سلاکار حجت الله عبدالمالکي او بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په پلان کې لري، چې په چابهار بندر کې اقتصادي استازولۍ دفتر پرانېزي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ټرانزېټ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت تخنیکي پلاوي څو ورځې وړاندې ایران ته سفر وکړ، دغه پلاوی به له ایراني لوري سره د چابهار بندر له لارې د افغانستان صاداراتو په زیاتېدو، دوه اړخیزو سوداګزیزو اړیکو په پراختیا او اړوند نورو مسایلو خبرې اترې وکړي.