پر قاتلینو د قصاص تطبیق دوام؛ نن جوزجان کې یو قاتل قصاص شو
د اسلامي امارت سترې محکمې تازه خبر ورکړی، چې نن په جوزجان ولایت کې په یو تن قاتل باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو.
سترې محکمې ویلي، چې قاتل نظرمحمد د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې خالد محمد د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ اصلي او د جوزجان فعلي اوسېدونکی یې په ۱۴۴۳ هـ ق کال د ۶ مې میاشتې په ۱۲ نېټه د چاقو پواسطه قتل کړی و.
محکمې په دې اړه زیاته کړې، چې یاده موضوع د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو ابتدايي، مرافعې او تمیز او همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه او وروسته پرې د قصاص حکم صادر او تايید شو.
د یادونې ده، چې تېرې پنجشنې په ورځ غزني ولایت کې هم په دوو تنو قاتلینو د قصاص شرعي حکم تطبیق شو، چې د اسلامي امارت دا اقدام د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو او پر ټولو مجرمینو یې د شرعي سزاګانو د تطبیق غوښتنه وکړه.