تیره اونۍ کې څه باندې ۹۲ زره میټریک ټنه انتقالات شوي

تیره اونۍ کې څه باندې ۹۲ زره میټریک ټنه انتقالات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د سوداګرۍ په موخه لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې تیره اونۍ د دلوې له ۲۷ تر د روانې حوت ۳ نیټې پورې ۹۲ زره ۲۳۳ ټنه بیلابیل توکي د اوسپنې پټلیو له لارې انتقال شوي. 

دې ادارې زیاته کړې، چې په دې موده کې ۷۵ زره ۶۹۸ ټنه د حیرتان، ۵۰۵۴ ټنه د اقینې او ۱۱ زره ۴۸۱ میټریک ټنه د تورغنډۍ بندر له لارې انتقالات تر سره شوي. 

په ورته مهال اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې په یاده موده کې ۲ زره ۲۴۷ ټنه د اوسپنې پټلیو له لارې بیلابیل خوراکي توکي هم بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي، چې ډیره برخه یې کینو، کچالو، وچه میوه او د انارو جوس تشکیلوي.

 یاده اداره دغه راز زیاتوي، چې هڅه کوي په ټولو بندرونو کې سوداګرو ته د سوداګرۍ په موخه لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تړلي موضوعات