ایران ته د افغان پلاوي سفر؛ د چابهار بندر له لارې د هېواد د صادارتو پر زیاتوالي خبرې کېږي

ایران ته د افغان پلاوي سفر؛ د چابهار بندر له لارې د هېواد د صادارتو پر زیاتوالي خبرې کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د هېواد د صادارتو پر زیاتوالي خبرې کېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د اسلامي امارت تخنیکي پلاوي چې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند، بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي پکي ګډون لري ایران ته سفر کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه پلاوی به ایران ته د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستي سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو د عملي تطبیق او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ او د هېواد صادراتو زیاتولي په موخه د دغه هېواد د اړوند برخو له مسؤلینو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو په اړه ځینې تړونونه کړي وه،  چې د هغوی د تعقیب لپاره یې د کمېټو په ټاکلو هوکړه کړې وه.

تړلي موضوعات