پکتیکا کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزشت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

پکتیکا کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزشت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي بیارغونه او پراختیا
ور سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي

ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پکتیکا ــ ګردیز تر منځ د لس کیلو متره او د پکتیکا بند سرده غزني سره نږدې سیمو پورې د ۲۱ کیلومتره سرک د بیا رغونې چارې بشپړې شوي، چې ور سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي. 

یاد وزارت ویلي، چې دغه پروژې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت تر سره شوي، چې پر ترڅ کې یې د سیمې لسګونو کسانو د کار زمینه هم مساعده شوې وه، او په بشپړیدو سره به تر ډیره پر دې سیمه د تیریدونکو کسانو ټرانسپورټي ستونزې پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټولو هغو سړکونو د بیارغونې چارې پیل کړې، چې په تېرو څو کلونو کې ویجاړ او زیانمن شوي وه.

تړلي موضوعات