د بلخ ـ ابوظبۍ تر منځ هوايي دهلېز؛ بلخ ته کارګو الوتنه ترسره شوه
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله نوراني خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو او له شاوخوا درې کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د متحده عربي اماراتو څخه بلخ ولایت ته د (فلای سکای) کارګو الوتنه ترسره شوه.
بلخ ولایت ته تر الوتنې وروسته د کارګو شرکت مسؤل ویلي، افغانستان او متحده عربي امارات غواړي هر وخت د سوداګرۍ په برخه کي پراخې اړیکې ولري او د اقتصاد قوي کېدو لپاره په کډه کار وکړي.
د کارګو شرکت مسئولینو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزو پروازونو پیل یوه اړتیا بللې ده.
بلخوا د بلخ ولایت د هوایي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمئن ویلي، له یاد شرکت سره د دوه اړخیزو پروازونو د پیل لپاره یې شپه او ورځ هڅې کړې دي چې پایله کې یې په لومړي ځل د دواړو هېوادونو ترمنځ د کارګو دوه اړخیز پروازونه پیل شول.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو په دې تړاو ویلي، چي د اسلامي امارت له هڅو وروسته د لومړي ځل لپاره هوايي دهلېز پرانېستل شو او د هوا له لارې د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شو، چي د دې سوداګریزو اړیکو سره سم به په نورو برخو کي هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې قوي شي.
د یادونې ده، چې بلخ ولایت ته د متحده عربي امارتو کارګو په لومړي پرواز کې ۱۶ ټنه توکي چې د بیات برېښنا شرکت برېښنایي سیسټمونه پکې شامل و، ولېږدول شول.