بېلابېلو ګمرکونو کې د نږدې ۴۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوي

بېلابېلو ګمرکونو کې د نږدې ۴۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
یو شمېر یې بشپړې شوې دي

مالیه وزارت خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۲ کال پر مهال د هیواد په بیلابیلو ګمرکونو کې د نږدې ۴۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پیل شوې چې یو شمېر یې بشپړې شوې دي. 

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مهال په ۲۵ بیلابیلو ګمرکونو کې د ۴۱۸ میلیونه او ۸۷۷ زره ۶۲۷ افغانیو په ارزښت مختلفې پراختیایي پروژې کارونه پیل شوي، چې  د ۸ پروژو چارې بشپړې شوي او د پاتې نورو چارې دوام لري. 

د یادونې وړ ده، چې په دې کې پروژو کې د هیواد په بیلابیلو مرکزي او سرحدي ګمرکونو کې د معیاري تمځایونه، احاطې، د سوداګریزو مالونو د ساتنې عصري هنګرونه، اداري ودانۍ، امنیتي ټاورونه او د مراجعه کوونکو لپاره مناسب ځایونه جوړول شامل دي.

تړلي موضوعات