صنعتي پارکونو کې کډوالو سوداګرو ته د ځمکو پر وېش، مالياتي معافيت او سوداګري وېزو خبرې شوي
د رياست الوزراﺀ د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون د بيرته راستنېدونکو سوداګرو کډوالو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو کمېټې غونډه کړې.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزير نور الدین عزيزي بيرته راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کمېټې د فعاليتونو راپور وړاندې کړ.
همداراز په دې غونډه کې د بيرته راستنېدونکو سوداګرو د تثبيت فورم د څرنګوالي، صنعتي پارکونو کې د ځمکو پر وېش، مالياتي معافیت او سوداګرۍ وېزې په اړه خبرې شوي او په اړه يې لازمې پرېکړې شوي.