د وردګ پوهنتون څېړنیز مرکز تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د وردګ پوهنتون څېړنیز مرکز تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو بیارغونه او پراختیا
د لوړو زده وزارت له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت تر سره شوې دي

د میدان وردګو ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وردګ پوهنتون څېړنیز مرکز د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، چې تېره ورځ د لوړو زده کړو د وزیر شېخ ندا محمد ندیم له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو پروژو کې پوهنتون ته برېښنا رسول او د شرعیاتو پوهنځي کتابتون شامل دي، چې د لوړو زده وزارت له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت تر سره شوې دي. 

له دې سره هم مهاله ښاغلي ندیم له وردګ پوهنتنون څخه د لیدنې پرمهال د ۴۵.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې پوهنځۍ څېړنیز فارم او د کرېکټ لوبې یو میدان هم ګټې اخیستنې ته سپارلي دي. 

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې پر داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې تر دې وړاندې په هلمند پوهنتون کې هم درې بیلابیلې پروژې بشپړې او د ۷ نورو مختلفو کار د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت دوام لري.

تړلي موضوعات