غزني کې د اوبو ۳ ذخیروي بندونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي
د غزني ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په جباروال ، احمدي سیمو او اندړ ولسوالۍ کې د ۶،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو درې ذخیروي بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د یادو بندونو د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې دغه بندونه د موسمي بارانونو د اوبو کنټرول او د سلګونه جریبه ځمکې د خړوب په موخه جوړ شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې دغه کوچیني بندونه چې د ۳۳ زره متر مکعب اوبو زخیره کولو ظزفیت لري د ناروې کمېټې په مالي مرسته جوړ شوي دي.
د غزني والي حافظ محمد امین عمری مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارات له حاکمیت راوروسته د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې د اسلامي امارت، نړیوالو موسسو او خلکو لخوا لسګونه زخیروي بندونه جوړ شوي او د ځینو نورو یې د جوړېدو چارې دوام لري.