کابل کې د اوبو سرچینو تغذیې لپاره ۱۲۲۰ کړۍ جذبي څاګانې کېندل شوې

کابل کې د اوبو سرچینو تغذیې لپاره ۱۲۲۰ کړۍ جذبي څاګانې کېندل شوې بیارغونه او پراختیا
د یو کال په موده کې ۷۹ زره ۱۷۸ مترمکعب اوبه د ځمکې لاندې پوړونو کې زېرمه شي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې په موخه ۱۲۲۰ کړۍ څاګانې کېندل شوې دي. 

یاد وزارت زیاته کړې، چې، دغه څاګانې یې د اوبو په کارونکو او لویو استفاده کوونکو کیندلي، چې د موسمي بارانونو اورېدلو په صورت کې به د یو کال په موده کې ۷۹ زره ۱۷۸ مترمکعب اوبه د ځمکې لاندې پوړونو کې زېرمه شي. 

د یادونې ده، چې دا مهال د افغانستان د ټولو ښارونو په ګډون کابل ښار تر بل هر وخت د ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره مخ دی، چې د تېر په پرتله د اوبو کچه په بې سارې ډول ښکته شوې ده. 

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د دغې چارې د مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۴۷۰ واړه بندونه جوړوي او په هغو سیمو کې چې د ځمکې لاندې اوبو ته زیات زیان رسېدلی د موسمي بارانونو د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې لپاره جذبې څاګانې کیندل کیږي.

تړلي موضوعات