چارواکي: د ګردېز بالاحصار په سیلاني او تفریحي ځای بدلېږي

چارواکي: د ګردېز بالاحصار په سیلاني او تفریحي ځای بدلېږي اسلام او کلتور
د ګردېز بالاحصار

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي هیئت د ګردېز تاريخي بالاحصار د بيا جوړولو او ترميم سروې په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی او د دې ولایت ولایتي چارواکو سره یې کتلي دي.

د پکتیا رسنیز دفتر وايي، چې تېره ورځ یاد هیئت د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین سره د سفر او سروې جزیاتو شریکولو په موخه ناسته کړې او همداراز یې دې برخه کې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

یاد رسنیز دفتر زیاتوي، چې مرستیال والي دې هیئت ته د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړی او زياته کړې یې ده، چې پکتيا ولايت ډېر تاريخي ځايونه او ابدات لري، چې پاملرنه ورته وشي د هېواد په کچه به مهم تاريخي او فرهنګي ځايونه وي.

د یادونې ده، چې د ګردېز بالاحصار یو لرغونی بالاحصار دی چې د تاریخ پوهانو له قوله زرګونه کاله لرغونتوب لري، چې بیا ترمیم کېدو سره به د سیاحت لپاره ښه ځای وګرځي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام به ور واوړي.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات