ګاما شرکت په افغانستان کې د رېل پټلۍ په برخه کې پانګونه کوي

ګاما شرکت په افغانستان کې د رېل پټلۍ په برخه کې پانګونه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
به هرات، نیمروز، کندهار، او نور اړوند ولایتونه د چابهار سوداګریز بندر سره ونښلول شي

د ګاما نړېوال ساختماني او سواګریز شرکت اجرائیوي کمېټې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر ملا بخت الله شرافت سره په کتنه کې په افغانستان کې د کانونو استخراج په بدل کې د رېل پټلۍ په برخه کې دپانګونې خبر ورکړی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې سره به هرات، نیمروز، کندهار، او نور اړوند ولایتونه د چابهار سوداګریز بندر سره ونښلول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي شرافت د افغانستان اقتصادي سکټور د پرمختګ لپاره د ګاما شرکت پانګونه مهمه بللې او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې ګاما يو نړيوال ساختماني شرکت دی، چې له ۲۰۱۲م کال راهيسې په ساختماني، سوداګرۍ، انرژۍ او د معدنونو د استخراج په برخه کې فعاليت کوي، چې د اوسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې د مشهور (RZD) روسي شرکت قراردادي غړی هم دی.

تړلي موضوعات