روان ۱۴۰۲ کال کې یې ۷۰۰زرو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

روان ۱۴۰۲ کال کې یې ۷۰۰زرو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي روغتیا
د ناورغانو په لېږد کې د ځینو موجوده ستونزو د حل غوښتنه کړې

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي رئیس فیليپي ریبیرو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي، د روان ۱۴۰۲ کال له پيله تر دې مهاله یې په افغانستان کې ۷۰۰زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي ریبیرو په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي اهدافو، فعالیتونو، او کاري ساحو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د درملو په رالېږد او د هوا له لارې د ناورغانو په لېږد کې د ځینو موجوده ستونزو د حل غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم په دې کتنه کې، د بې پولې ډاکترانو د خدمتونو د ستاینې ترڅنګ د یادې لړۍ د پراختیا او دوام غوښتنه کړې.

ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د ستونزو د هواري ژمنې سربېره ټولو هغو بنسټونو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره کارکوي.

تړلي موضوعات