ملا برادر اخوند ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه کړې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د ملي پراختیا شرکت بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د دې ملي شرکت کړنې یې ستایلې دي.
دې کتنه کې ملا برادر اخوند ویلي، چې ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې ښې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړې.
اقتصادي معاونیت پر اېکس خواله رسنۍ د دې لیدنې خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې اقتصادي مرستیال ملي پراختیا شرکت مسؤلینو ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دې کتنه کې د یاد شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د ملا برادر اخوند له ورتګ څخه مننه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدو لپاره هراړخیز پلانونه لري او په ځینو یې عملاً کار روان دی.
د یادونې ده، چې ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې سترې پروژې په ګډون د ګڼو نورو لویو ملي پروژو چارې پر مخ وړي.