اقتصادي معاونیت د نړېوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی

اقتصادي معاونیت د نړېوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی سوداګرۍ او اقتصاد
افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې عیني واقعیتونه منعکس کړي

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور ته د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت غبرګون ښودلی؛ پر واقعیتونو ولاړې برخې یې ستايلې او هرکلی یې ترې کړی.

د نړېوال بانک دا وروستی راپور چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په وروستۍ نېټه نشر شوی د افغانستان اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو پرمختګونو یادونه یې کړې ده.

د نړېوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، خوراکي او غیري خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د عواید کچه لوړه شوې او د وارداتو اندازه هم پورته شوې، چې دا د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د خلکو د پیر توان هم زیات شوی دی.

بلخوا د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت د نړېوال بانک د راپور په غبرګون کې ویلي، د راپور هغه برخې چې په واقعیتونو ولاړې دي ستايي او هغه برخې چې له عیني واقعیت څخه لرې دي ردوي.

اقتصادي معاونیت په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې د نړېوال بانک په څېر نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې عیني واقعیتونه منعکس کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، اسلامي امارت پر دې باور دی که نړېواله ټولنه او مرستندویه ادارې د تضاد پر ځای مثبت تعامل ته مخه کړي بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړی او له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې همکاري وکړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.

تړلي موضوعات