هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ پروژې پرانېستل شوې
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءلله هاشمي وایي، د دغه وزارت وزیر شیخ ندامحمد ندیم هلمند ته د سفر په ترڅ کې د هلمند پوهنتون په انګړ کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د دې وزارت ویاند زیاته کړې، چې یادو وپروژو کې د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا جوړولو، د ساختمانونو ترمیمات او سرسبزي، د سړکونو هوارکاري او د پیاده رونو او ګلدانونو جوړول، د کتابتون تجهیز، د دفتري تجهیزاتو، د انجینري او کرهنې پوهنځيو د لابراتواري توکو خریدارۍ شامل دي.
هاشمي زیاته کړې، د دې ترڅنګ د حفظ او مراقبت، کمپیوټر لېب او څېړنیز مرکز د تجهیز پروژې هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د سرچینې په خبره، چې ښاغلي وزیر پر همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې یادې پروژې مهمې بللې او د یاد پوهنتون مشرتابه ته یې د نورو همکاریو ډاډ هم ورکړی دی.