ننګرهار کې د اوبو ذخیره کولو ۲۲چک ډېمونه جوړېږي
د ننګرهار ولایت ځایي مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د ۶۶میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره کولو ۲۲ چک ډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه چک ډېمونه چې د دې ولایت ټولو ولسوالیو کې به یو یو جوړ شي له ډلې یې په کوټ ولسوالۍ کې د یو چک ډېم د جوړولو چارې عملا پیل شوې، چې یوه میاشت کې به یې چارې پشپړې شي.
د ننګرهار والي محمدنعیم اخوند د دغه چک ډېم د پرانېستلو پرمهال ویلي، دغه چک ډېم چې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي ۲۸ متره پراخوالی، ۳۰ متره اوږدوالی لري چې د اتلس زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفيت لري، چې پرمټ به يې پنځه سوه جريبه ځمکه خړوبه شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د فرمان پر اساس د هېواد په ټولو ولسوالیو کې چک ډېمونه جوړېږي، چې ورسره به باراني او سېلابي اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه به پیاوړې شي او همدارنګه به په ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.