د دولتي شرکتونو له درکه ۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

د دولتي شرکتونو له درکه ۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ۱۳ په ټپه درېدلي دولتي شرکتونه بیرته فعال شوي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ۱۳ په ټپه درېدلي دولتي شرکتونه په اساسي شکل بیرته فعال او ټولې ستونزې یې حل شوې دي.

اقتصادي معاونیت د خپلو لاسته راوړنو په یوه ویډیویي راپور کې ویلي، د دغو شرکتونو له درکه د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې مهاله ۹ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې په دغو شرکتو کې د هلمند بسټ پنبې او نباتي غوړیو، نفت او ګاز، بلخ پنبې او نباتي غوړیو، کندز سپین زر، ملي بس، افغان کارټ، مرکزي سېلو، بلخ سېلو، پلخمري نساجي، د کندهار پشمي نساجي، ارزاق، افغان تیور او لاسي صنایو پراختیا شرکتونه بیرته فعال شوي او په کار یې پیل کړی دی.

د یادونې ده، چې دا مهال په دغو شرکتونو کې پنبه، غوړي، صابون، رخت، کاغذي دسمال، نظامي یونیفورم، لاسي صنایع او بېلابېل خوراکي توکي تولیدېږي، چې بیا فعالېدوسره ۳۸ زره کسانو ته په مستقیم او ۱۰زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې.

تړلي موضوعات