میدان وردګو او ارزګان کې ۷ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

میدان وردګو او ارزګان کې ۷ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول روغتیا
په دې روغتون کې به په ورځني ډول د ۳۰۰ ناروغانو درملنه کېږي

د عامې روغتیا وزارت د میدان وردګو ولایت په لرو پرتو سیمو کې د شپږ روغتیايي مرکزونو د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.

دغه روغتیايي مرکزونه د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په نرخ، سید آباد، جغتو، چک، دایمیرداد او بهسود ولسوالیو کې پرانیستل شوي، چې په مرسته به یې د سیمې اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز په ارزګان ولایت کې هم د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت د یوه روغتون له جوړېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي، دغه روغتون د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شوی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې روغتون کې به په ورځني ډول د ۳۰۰ ناروغانو درملنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې هېوادوالو ته پر وخت معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې د پخوا پرتله د خلکو موجوده ستونزې هوارې کړي.

تړلي موضوعات