د کندهار څه باندې ۴۸ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار څه باندې ۴۸ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د کندهار انار

سږ کال تر دې دمه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کندهار انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دې ولایت ځايي مسؤلین وايي، چې سږ کال پاکستان، هندوستان او قزاقستان هېوادونو ته د کندهار ۴۸ زره او ۳۸۰ ټنه انار صادر شوي دي.
بلخوا د یاد ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې روان کال کندهار کې د ۲۸۰ زرو ټنو انارو د حاصلاتو راټولولو اټکل شوی دی.

تړلي موضوعات