پردۍ استخباراتي کړۍ په هېواد کې د فکري او رواني امنیت د ګډوډولو هڅه کوي

پردۍ استخباراتي کړۍ په هېواد کې د فکري او رواني امنیت د ګډوډولو هڅه کوي سیاست
هڅه کوي اسلامي امارت بدنام، فکري او رواني امنیت، ارامتیا او ټولنیز نظم ګډوډ او په افغانستان کې د قومي شخړي اور تازه کړي

د افغانســــــــتان اهل تشيع متنفذينو او علماوو ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په هېواد کې د هزاره وو نسل وژنې کمپاين د سيمي او نړۍ د مغرضو استخباراتي کړيو له لوري په افغانستان کې د رامنځته شوې سولې او ثبات د ګډوډولو او په هېواد کې د قومي شخړو په موخه پر مخ وړل کېږي. 

شیعه علماؤ په دې خبرپاڼه کې ويلي، غربي اشغالګر او د هغوى لاسپوڅي له خپلې شرمونکې ماتې وروسته هم ارام نه دي ناست، دوى يو ځل بيا د افغانانو پر وړاندې د شرموونکو دسيسو او په بهرنيو هېوادنو کې د هزاره وو نسل وژنې د دروغجنو کمپاين او لاريونونو سره هڅه کوي اسلامي امارت بدنام، فکري او رواني امنیت، ارامتیا او ټولنیز نظم ګډوډ او په افغانستان کې د قومي شخړي اور تازه کړي. 

په خبرپاڼه کې ويل شوي، هغو بنسټونو چې دغه مغرضانه، هدفمندانه حرکت يې پيل کړى؛ په غالب ګمان پردي او حتي ځينې يې هېڅ افغانان هم نه دي. 

په دې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو څخه قدرداني شوې، ویل شوي چې امنیتي ځواکونه په کابل او ولایتونو کې د شيعه مېشتو سيمو د امنیت ټینګښت او د اهل تشيع ټولو ټولنيزو، ديني او مذهبي، فرهنګي او ورزشي فعالیتونو د امنیت په ټینګښت کې شپه او ورځ صادقانه هڅې کوي.

په خبرپاڼه کې د ټول هېواد په کچه د اهل تشيع علماؤ او متنفذینو په یوه خوله ويلي، چې د ټولو شيعه مېشتو کليو او بانډو څخه خبر لري او د افغانستان په هيڅ ځاى کې داسې څه نه دي پېښ شوي چې څوک دې د هزاره والي په جرم وژل شوي وي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هزاره قوم يوه سیاسي مخور او مشر ډاکتر جعفر مهدوي هم په يوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د هزاره نسل وژنه رد کړې وه او هغه يې د شر خوښونکو کړيو کار بللى و.

تړلي موضوعات