د تخارـ بدخشان لویې لار د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوي
د ټولګتو وزارت وایي، د تخارـــ بدخشان لویې لارې د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ټولګټو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې لارې په ترمیم او بیارغونه ۱۵میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې چارې یي بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې چې ۵۸ کیلومټرو په اوږدوالي سړک د ترمیم او بیارغونې چارې چې ملحقات هم پکي شامل دي د دې وزارت له بودیجې د سړک جوړونې یوه کورني شرکت له لوري د ۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت بشړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
دغه وزارت وایي، د دې پروژې چارو په بشپړېدو سره به د هېودوالو ټرانسپورټي ستونزې هم حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د همدې وزارت له لوري د ۳۸میلیونه افغانیو په ارزښت د کندزــ تخار سړک د ترمیم او بیارغونې چارې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.