نیمروز کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت یو لوی بند جوړېږي

نیمروز کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت یو لوی بند جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د ۱۴۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسؤلینو نن د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د چک ډېمونو او بدیلو پروژو د جوړولو چارې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده کنفرانس کې ویلي، چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د پاکو اوبو رسولو د شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې ۶۵۰۰۰ زره ځایي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او دغه راز په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ذخیروي بند د جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې  ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. 

ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، چې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې، د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د نیمروز ولایت لپاره د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت یو لوی بند، چې د ۱۴۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، جوړیږي او همدارنګه د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د ۴۹.۷ کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې پیل شوې، چې افغانستان به له چین سره ونښلوي.

په ورته مهال نوموړي په لرې پرتو سیمو کې کلیوالو ته د پاکو اوبو برابرول او د یو شمېر مهمو پروژو د تطبیق له لارې هېوادوالو ته ښه او غوره خدمتونو وړاندې کول، په دې وروستیو کې د وزارت لویې لاسته راوړنې بللې دي.

تړلي موضوعات