افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو

افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو یوو روغتیا
افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړیني دي

په افغانستان کې د چین هېواد سفیر ژاو شینګ د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندرعباد سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او د روغتیا په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د عامي روغیتا وزارت ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړولو، په روغتیایي برخه کې پانګونې، د کرونا او پولیو ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې اترې کړې دي.

 په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر هم د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړیني او مهمې بللې دي او د لا پراختیا غوښتنه یې کړې.

ښاغلي عباد په دې کتنه کې د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونې ته په اشارې ویلي، د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړول یې له لومړیتوبونو څخه دی په خبره یې، افغانستان زیاته بشري قوه لري اړتیا ده چې د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.

تړلي موضوعات