د کابل ـ جلال اباد د دوهم سړک جوړولو پروژه منظوره شوه

د کابل ـ جلال اباد د دوهم سړک جوړولو پروژه منظوره شوه بیارغونه او پراختیا
د کابل ـ جلال اباد د دوهم سړک جوړولو پروژه منظوره شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د حق العبور په بدل کې د کابل ـ جلال اباد د دوهم سړک جوړولو پروژه منظوره کړې.

اقتصادي معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موخه د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې دغه پروژه د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته ورکړي او د سړک جوړونې د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره وړ شرکت ورته انتخاب کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد وزارت ته همداراز لارښوونه شوې چې د حق العبور په بدل کې د سالنګ لویې لارې لپاره جوړ شوی طرزالعمل دې پر دې پروژه هم پلي کړي.

په دې غونډه کې د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برېښنايي دروازو د کمپلېکس جوړولو طرحه هم منظوره شوه، چې له مخې به یې خصوصي سکټور د لسو کلونو لپاره د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پانګونه کوي، چې د لومړیو دوو کلونو پر مهال به ۵۱ سلنه او له درېیم څخه تر لسم کال پورې به ۹۰ سلنه عواید د دولت خزانې ته جمع کېږي.

تړلي موضوعات