د افغانانو له وړتیاوو څخه باید کار واخیستل شي
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمداسحق اخندزاد له ملي ګالري څخه د لیدنې پر مهال ویلي، افغانان با همته خلک دي چې د هغوی له وړتیاوو څخه باید کار واخیستل شي.
د چارو ادارې په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي اسحق اخندزاده ویلي، اسلامي امارت د نظام ټولو برخو ته په ښه توګه پاملرنه کوي.
نوموړي چې د ګالري له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه د افغاني هنرمندانو وړتیاوې یې وستایلې او له اړوند مسئولینو څخه یې وغوښتل، چې په شته وضعیت دې بسنه نه کوي او په دې برخه کې دې نورو خلکو ته هم روزنه ورکړي.
ملي ګالري چې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معينيت تر چتر لاندې فعاليت کوي، د ۱۳۶۲ لمريز کال په غويي مياشت کې جوړه شوې ده، چې په کې تر ۸۰۰ قلمه کورني او بهرني هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي دي.
په دې اثارو کې د خطاطۍ، ميناتورۍ، حکاکۍ او فلزاتو څخه جوړې شوې بېلابېلې تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې دي او يو شمېر هغه اثار چې د کورنيو جګړو او نه پاملرنې له امله تخريب او زيانمن شوي دي، د ګالرۍ د مسلکي کارکوونکو له لوري بیرته رغول کېږي.